د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن لاهور قلندر او اسلام اباد یونایټېډ سیالي کوي


د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي د فبرورۍ پر ۲۶مه د پېښور زلمي پینځه لوبغاړي وسوځول.
د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي د فبرورۍ پر ۲۶مه د پېښور زلمي پینځه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېدونکې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۶مه دوه سیالۍ وشوې چې پکې یې یوه لاهور قلندرز او بله یې کراچۍ کېنګز وګټله.

د ورځې په دویمه سیالۍ کې لاهور قلندرز لوبډلې پېښور زلمي ته په ۴۰ منډو ماتې ورکړه.

په لاهور لوبغالي کې د فبرورۍ پر ۲۶مه لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې فخر زمان ۹۶، عبدالله شفیق ۷۵ او سیم بېلېنګز ۴۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې جوړې کړای شوې. د هغې لوبدلې ټام کوهلر-کیډمور ۵۵ او صایم ایوب ۵۱ منډې جوړې کړې. د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي پینځه وېکټې ترلاسه کړې.

تر دې مخکې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په لومړۍ سیالۍ کې کراچۍ کېنګز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

په کراچۍ لوبغالي کې د فبرورۍ پر ۲۶مه په سیالۍ کې کراچۍ کېنګز لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې طیب طاهر ۶۵ او میتیو وېډ ۴۶ منډې وکړې.

په ځواب کې ملتان سلطانز لوبډله له پیله د مشکلاتو ښکار شوه او په ۱۷م اوور کې یې ټول لوبغاړي یوازې په ۱۰۱ منډو وسوځېدل.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG