د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام ګټلی دی


اسټرالیایۍ لوبډله د فبرورۍ پر ۲۶مه د سیالۍ تر ګټلو ورسته خوشالي کوي.
اسټرالیایۍ لوبډله د فبرورۍ پر ۲۶مه د سیالۍ تر ګټلو ورسته خوشالي کوي.

اسټرالیا په جنوبي افریقا کې کوربه لوبډلې ته په ماتې ورکولو د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام ګټلی دی.

دا په ۲۰۰۹ز کال کې د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له پیلېدو راهیسې شپږم ځل دی چې اسټرالیا یې ګټي.

د فبرورۍ پر ۲۶مه د کېپ ټاون په لوبغالي کې اسټرالیا لومړی بیټېنګ وکړ. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا بېت موني په ۵۳ توپونو یا بالونو ۷۴ منډې جوړې کړې. د جنوبي افریقا شبنم اسماعیل او ماریزان کپ دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې کوربه جنوبي افریقا په ۲۰ اوورونو کې د شپږو وېکټو په زیان ۱۳۷ منډې جوړې کړای شوې او په دې توګه اسټرالیا پایلوبه په ۱۹ منډو وګټله. د سوېلي افریقایۍ لوبډلې لاورا وولفارټ ۶۱ منډې جوړې کړې.

په جنوبي افریقا کې د ښځو ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر ۱۰مه پیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG