د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کراچۍ کېنګز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه


د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۶مه د ملتان سلطان بیټسمین تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.
د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۶مه د ملتان سلطان بیټسمین تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې پېښور زلمي او لاهور قلندرز له یو بل سره لوبه کوي.

د فبرورۍ پر ۲۶مه د لاهور په قذافي په لوبغالي کې کېدونکې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې، کراچۍ کېنګز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

په کراچۍ لوبغالي کې د فبرورۍ پر ۲۶مه په سیالۍ کې کراچۍ کېنګز لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې طیب طاهر ۶۵ او میتیو وېډ ۴۶ منډې وکړې.

په ځواب کې ملتان سلطانز لوبډله له پیله د مشکلاتو ښکار شوه او په ۱۷م اوور کې یې ټول لوبغاړي یوازې په ۱۰۱ منډو وسوځېدل.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۷مه د پي اېس اېل بله سیالي د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ ترمینځ په لاهور کې وشي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG