د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه: جنوبي افریقا او انګلستان سیالي لري


د فبرورۍ پر ۲۳مه اسټرالیایۍ لوبډله د هند پر وړاندې خپله بریا لمانځي.
د فبرورۍ پر ۲۳مه اسټرالیایۍ لوبډله د هند پر وړاندې خپله بریا لمانځي.

په جنوبي افریقا کې د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د کوربه هېواد د لوبډلې او انګلستان ترمینځ کېږي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه د کېپ ټاون په لوبغالي کې جنوبي افریقا پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

تر دې یوه ورځ مخکې، په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا هندۍ لوبډلې ته په پینځو منډو ماتې ورکړه.

په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ اسټرالیا وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې.

په ځواب کې هندۍ لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو وېکټو په زیان ۱۶۷ منډې وکړای شوې.

ټاکل شوې چې د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام پایلوبه د فبرورۍ پر ۲۶مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG