د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ګوانتانامو زندان دوه بندیان پاکستان ته سپارلي دي


د ګوانتانامو زندان شپږم کیمپ دروازه - پخوانی انځور.
د ګوانتانامو زندان شپږم کیمپ دروازه - پخوانی انځور.

امریکا وايي، د کیوبا له ګوانتانامو زندانه یې دوه کسان پاکستان ته سپارلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګان د فبرورۍ پر ۲۳مه په بیان کې ویلي، د هغو دوو کسانو تر خوشې کېدو وروسته په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو شمېر ۳۲ ته ښکته شوی دی.

د دفاع وزارت وايي، عبدالرباني او محمد رباڼي دوه وروڼه ول چې په ۲۰۰۲ز کال کې نیول شوي ول.

عبدالرباني له القاعدې شبکې سره د همکارۍ او ورته د اسانتیاوو پیدا کولو او محمد رباني د هغې وسلوالې ډلې له "یوه مهم مشر" سره د مالي او سفري مرستو په تور ګرفتار شوي ول.

پېنټاګان زیاتوي چې په ګوانتانامو زندان کې له ۳۲ بندیانو څخه یې ۱۸ هېوادونو ته د سپارلو حقدار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG