د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي له اسلام اباد یونایټېډ سره سیالي لري


د ملتان سلطانز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۲مه له کراچۍ کېنګز څخه د سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
د ملتان سلطانز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۲مه له کراچۍ کېنګز څخه د سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره لوبه کوي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه د کراچۍ په لوبغالي کې کېدونکې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، ملتان سلطانز د کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په درې منډو ماتې ورکړه.

په ملتان لوبغالي کې کې د فبرورۍ پر ۲۲مه په سیالۍ کې ملتان سلطانز لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې کراچۍ کېنګز د پينځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې جوړې کړای شوې.

د سیالۍ غوره لوبغاړی د ملتان سلطانز محمد رضوان شو چې په ۶۴ بالونو يې ۱۱۰ منډې جوړې کړې.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG