د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې په دوو پېښو کې دوه لېویز وژل شوي‌ او یو پولیس ټپي شوی


په مستونګ کې پر لیویز ځواک برید شوی
په مستونګ کې پر لیویز ځواک برید شوی

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه مستونګ ناڅرګندو وسلوالو د لیویز ځواک پر یوې چوکۍ په برید کې د لیویز دوه سرتیري وژلي‌ دي.

دا برید د فبرورۍ پر ۲۰مه ناوخته د ببري پر لیویز چوکۍ شوی دی.

نن سهار د پېښې تر اطلاع وروسته په ګڼ شمېر کې ځایي لیویز او سرحدي عسکر د پېښې ځای ته رسېدلي دي او مړي یې د مستونګ غوث بخش ریساني روغتون ته وړي دي.

د مستونګ د مرستیال کمشنر برکت بلوڅ سره تماس ونیوو او هغه راته وویل چي وسله والو د لیویز عسکرو وسله هم له ځانه سره وړې ده.

بلخوا د لیویز چارواکي وایي دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي، خو لا هم څوک نه دي نیول شوي. تر اوسه چا د دغه پېشې زمه واري چا نده منلې.

بل پلو په پښتون مېشته سیمه چمن کې د فبرورۍ پر ۲۱مه هغه وخت د ناڅرګندو وسله والو او پولیسو ترمنځ ډزې شوې دي چې کله د پولیسو په وینا دوی د چمن پریس کلب مخي ته پر ناکه تلاشي کوله.

دوی وايي چې کله یې پر موټرسایکل سپاره دوه کسان ودرول نو یو کس پر پولیسو ډزي پیل کړې چي له امله یې یو پولیس والا زخمی شوی چې وروسته د چمن هسپتال ته رسول شوی دی.

پولیس وایي چې د دوی په ځوابي ډزو کې یو وسله وال سخت ټپي شوی دې، او بل ملګری یې په تېښته کې بریالی شوی دی.

په دې اړه په چمن کې د پولیسو مشر محمد علي کاسي مشال راډیو ته وویل چې ژوبل شوی وسله وال په روغتون کې ساه ورکړې د.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG