په ترکیه کې د فبرورۍ پر ۲۰مه پر رېکټر سکېل د ۶.۴ شدت يوې بلې زلزلې په بېلا بېلو سيمو کې درې کسان وژلي او تر ۲۰۰ زیات يې ټپيان کړي دي.
چارواکيو ويلي چې په شام او ترکيه کې ځينې نورې ودانۍ نړېدلې دي چې پکې اوسېدونکي راګېر شوي او ځينې کسان ژوبل دي.
د زلزلې مرکز د ترکيې د هاتې صوبې دفني نومې ښارګوټی ښودل شوی دی. دا له هغو سيمو څخه ده چې د فبرورۍ پر شپږمه نېټه د ۷.۸ شدت زلزلې زښته ځپلې وه.
چارواکي وايي چې د فبرورۍ شپږمې زلزلې په شام او ترکيه کې تر ۴۵ زره زیات کسان وژلي ول.