د شام (سوريې) د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۹مه په دمشق کې د اسراییل په هوايي برید کې د دوو ملکي شامي وګړيو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي.
د ادارې یوه چارواکي رامي عبدالرحمان وویل چې د برید هدف هغه غونډه وه چې پکې د شام د حکومتي چارواکيو ترڅنګ ځینې نور کسان هم ول. نوموړي زیاته کړه چې دا د شام د کورنۍ جګړې د پیلېدو راهیسي په دمشق کې د اسراییل تر ټولو خونړی برید وو.
د بشري حقونو برتانیا مېشتې ادارې دا هم ویلي چې د شپې مهال شوي برید کې سړک او هغه ۱۰ پوړېزه ودانۍ ته هم زیان رسیدلی چې پکې لوړ پوړي حکومتي چارواکي اوسیدل او پکې د شام د استخباراتو مرکزي دفترونه هم ول.
اسراییل په دې اړه لا څه نه دې ویلي.