د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي چې د باګرام اډې پر سوداګريزو مرکزونو بدلولو اراده لري


د باګرام پوځي اډه له کابله ۵۰ کلوميټره ليرې پرته ده. د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۹مې انځور
د باګرام پوځي اډه له کابله ۵۰ کلوميټره ليرې پرته ده. د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۹مې انځور

په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د ناټو ځواکونو پخوانۍ پوځي اډې په سوداګريزو مرکزونو د بدلولو اراده لري.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د فبرورۍ پر ۱۹مه په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده.

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي.

د طالبانو چارواکو په دې اډو د کار پیلولو نېټې او د لګښت په اړه نور تفصیلات نه دې ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG