د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي او کوټه ګلیډيېټرز یو بل ته مخامخېږي


د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۱۹مه د خپلې لومړۍ سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۱۹مه د خپلې لومړۍ سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې پېښور زلمي او کوټه ګلیډیېټرز یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه د کراچۍ په لوبغالي کې کېدونکې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، په کراچۍ او ملتان کې دوه سیالۍ وشوې.

په لومړۍ لوبه کې ملتان سلطانز لوبډلې، اسلام اباد یونایټېډ ته په ۵۲ منډو ماتې ورکړه. په ملتان کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ ملتان سلطانز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې وکړې. په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډله په ۱۸م اوور کې په ۱۳۸ منډو وسوځېده.

تر دې وروسته په کراچۍ کې د لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز ترمینځ سیالي وشوه چې پکې لومړی بیټېنګ کراچۍ کېنګز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې.

په ځواب کې د لاهور قلندرز لوبډله په ۱۸م اوور کې په ۱۱۸ منډو وسوځېده. کراچۍ کېنګز هغه سیالي په ۶۷ منډو وګټله.

دا د پي اېس اېل په روان پړاو کې د کراچۍ کېنګز لومړۍ بریا وه، هغې لوبډلې تر دې مخکې خپلې درېواړه سیالۍ بایللې دي.

د پي اېس اېل روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG