د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کوټه ګلیډيېټرز لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په ۶ منډو ماتې ورکړه


د کوټه ګلیډیېټرز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۱۸مه خپله بریا لمانځي.
د کوټه ګلیډیېټرز لوبغاړي د فبرورۍ پر ۱۸مه خپله بریا لمانځي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.

د کراچۍ په کرکټ لوبغالي کې د فبرورۍ پر ۱۸مه په سیالۍ کې کوټې ګلیډیېټرز لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ، خو له پیله یې د لوبغاړو سوځېدل پیل شول. البته د هغې لوبډلې مارټېن ګپټېل بیټېنګ ته دوام ورکړ او ۱۱۷ منډې یې جوړې کړې.

د ۲۰ اوورونو په پای کې هغې لوبډلې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د کراچۍ کېنګز لومړني لوبغاړي هم ژر وسوځېدل خو شعېب ملک منډو جوړولو ته دوام ورکړ. البته د هغه پر ۷۱ منډو جوړولو سربېره یې لوبډلې هدف پوره نه کړای شو.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د پي اېس اېل سیالیو په لړ کې ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټېډ په ملتان کې او کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز په کراچۍ کې یو بل ته مخامخېږي. د ملتان سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوه او د کابل پر یوه نیمه او په کراچۍ کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

د پي اېس اېل روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG