د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر د پاکستان په ۲ ورځني سفر دی


د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ماریانو ګروسي تر دې وړاندې نورو هېوادونو ته هم ورته سفرونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ماریانو ګروسي تر دې وړاندې نورو هېوادونو ته هم ورته سفرونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) عمومي مشر رافایل ماریانو ګروسي د فبرورۍ له ۱۵مې څخه د پاکستان په دوه ورځني سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۴مه په یو بیان کې وویل چې نوموړی د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د هغو ادارو له چارواکو سره د لوړې کچې غونډې کوي چې د روغتيا، کرنې (کرهڼې)، صنعت او د برېښنا د توليد په څانګو كې له اټومي ټېكنالوژۍ کار اخلي.

په بیان کې ویل شوي چې دا سفر به د پاکستان او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته یو فرصت برابر کړي چې د هغه هېواد د ټولنیز-اقتصادي پرمختګ لپاره د اټومي ټېکنالوژۍ د سوله يیز استعمال په ساحه کې د دواړو لوریو ترمینځ د روانې همکارۍ د لا پیاوړي کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ډېری برخې برېښنا نه لري او یا یې د کمښت ښکار دي او حکومت هڅه کوي چې د اټومي انرژۍ له لارې هغه بحران هوار کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG