په جنوبي افریقا کې روان د ښځو کرکټ نړیوال کپ په يوه سیالۍ کې هند پاکستان او سري لنکا بنګلادېش ته ماتې ورکړه.
د فبرورۍ پر ۱۲مه شوې، دې لوبه کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ. دوی په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۹ منډې وکړي.
هندۍ لوبډلې دا هدف په ۱۹م اوور کې د درو لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. په دې توګه یې دا سیالي په اووه وېکټو وګټله.
د هند جيمايما روډريګیس په ۳۸ بالونو ۵۳ رنز وکړل او د سیالۍ غوره لوبغاړې شوه.
په همدغه ورځ په يوه بله سیالۍ کې سري لنکا بنګلادېش ته ماتې ورکړه.
د ښځو کرکټ نړيوال کپ د فبرورۍ پر ۱۰مه په جنوبي افریقا کې پيل شوی دی. فاینل يا پايلوبه به یې فبرورۍ پر ۲۶مه کيږي.