د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له اسټرالیا لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله


لوبه په ناګپور لوبغالي کې وشوه.
لوبه په ناګپور لوبغالي کې وشوه.

د هندوستان په ناګپور ښار کې د اسټرالیا لوبډلې ونه کړای شول چې د هندي توپ اچوونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ترسره کړي.

یادې لوبډلې د هند د لومړۍ پاڼۍ د ۴۰۰ منډو په ځواب کې په دوه پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۷۷ او ۹۱ منډې وکړې چې دا لوبه یې د ۱۳۲ منډو په توپیر وبایلله.

د هند لپاره په توپ اچونه کې رویندرجدیجا په دوه پاڼیو کې اووه او اشوین بیا اته ویکټې واخیستې.

د هندوستان لوبډلمشر روحیت شرما بیا یوازنی لوبغاړی وو چې په دې لوبه کې یې سلیزه ووهله. جدیجا او اکشر پټیل هم د هند په ګټه نیمه سلیزې ووهلې.

د اسټرالیا په توپ وهونکو کې مارنوس لبیشاین تر نورو مخکښ وو، هغه په دوه پاڼیو کې ۶۶ منډې جوړې کړې.

مېلمه لوبډلې دا ځل ځوان لوبغاړي ټاډ مورپي ته په لومړي ځل ټیسټ کې د لوبیدو چانس ورکړ. هغه په یوه پاڼۍ کې یې اووه لوبغاړي وسوځول.

جدیجا د لوبې غوره لوبغاړی شو. او دواړه لوبډلې به دویمه ټیسټ سیالي د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG