د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې پر پولیس تاڼه برید: بلوه ګرو د مذهب په سپکاوي تورن کس وژلی


په پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر پولیس تاڼو بلوه ګرو بریدونه کړي: پخوانی انځور
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر پولیس تاڼو بلوه ګرو بریدونه کړي: پخوانی انځور

د پنجاب صوبې د ننکانه صاحب په يوه تاڼه کې دننه بلوه ګرو د فبرورۍ پر ۱۱مه يو تن د مذهب سپکاوي په تور وژلی دی.

په ټولينزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د ننکانه صاحب په واربرټن پوليس تاڼې بلوه ګر ننوتي او دروازي يې ماتې کړي.

بلوه ګرو چې کوم کس په تاڼه کې دننه وژلی، د قران پاک د سوځولو تور پرې لګول شوی وو او په تاڼه کې دننه قيد وو. د پنجاب د پوليسو مشر عثمان انور د پېښي نوټس اخیستی او د یوشمېر پوليس چارواکو دندې یې ځنډولې دي.

د پنجاب پوليسو د فبرورۍ پر ۱۱مه په ټويټر پاڼه ليکلې چې د ننکانه صیب ډي ایس پي او اېس اېچ او له پېښې وروسته په فوري توګه معطل کړل شوي دي. دوی وايي، هيچا ته اجازه ورنه کړل شي چې قانون مات کړي.


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د پېښي نوټس اخیستی او د پلټنو امر يې کړی دی.
د وزيراعظم له دفتره په خپور شوي یو بيان کې دا پوښتنه شوې چې پولیسو ولې د لاریون کوونکو مخه نه ده نیولې؟ په بیان کې راغلي، د قانون حاکمیت باید تامین شي. د وزیراعظم په حواله دا هم لیکل شوي چې هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې قانون تر پښو لاندې کړي.

بلخوا د پاکستان د علماوو د شورا مشر طاهر محمود اشرفي هم د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي چې د بلوه ګرو لخوا د اسلام د سپکاوي په تور د تورنو کسانو وژنه د افسوس وړ ګام دی.


په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د بلوه ګرو لخوا د تورونو کسانو د وژنې پېښي وخت په وخت رامنځ ته کېږي. د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ مياشت کې د پنجاب په خانيوال کې يو تن په مبينه توګه د قران سوځولو په تور وژل شوی وو.


تر هغې مخکې د ۲۰۲۱م کال په ډېسېمبر مياشت کې په سيالکوټ کې بلوه ګرو د سريلنکا يو وګړی د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو.

XS
SM
MD
LG