د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیالکوټ کې د مذهب سپکاوي په تور یو بهرنی تر وژلو پس سوځول شوی


پولیس وايي، د پنجاب په سیالکوټ ښار کې قهرجنو کسانو یو بهرنی تن وژلی او وروسته یې مړی سوځولی دی.

پولیس چارواکي عمر سعید ملک د ډيسېمبر پر درېیمه نېټه خبریالانو ته وویل چې وژل شوی تن پریانتکا کمارا د سري لنکا اوسېدونکی وو چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.

د پولیسو په خبره هغه د کمپنۍ کارکوونکو د مذهب د سپکاوي په تور چې ثبوت یې هیچا ته نه دې وړاندې کړې په بې رحمۍ سره ووژلو. وروسته یې بیا پر سړک مړي ته اور ورته کړ او ګېرچاپېره راغونډو شویو کسانو د"لبیک یا رسول الله"نعرې وهلې. پر سوشل مېډیا د پېښې ویډیو خپره شوې چې پکې خلک د هغه تن مړی په چوکو باندې وهي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې وروسته د حالاتو سمبالولو لپاره سیمې ته پولیس ورسېد.

يه سیالکوټ کې د جیو نیوز خبریال عمر اعجاز مشال راډیو ته د پېښې د سترګو لېدلی حال بیان کړ. هغه وویل چې قهرجنو کسانو د راجکو کمپنۍ کارخانې ته هم زیان رسولی.

یوه ځايي اوسېدونکي عبدالله نعیم مشال راډیو ته وویل چې د کارخانې کارکنان تور لګوي چې د سري لنکا د شهري د دفتر خځلو له ټوکرۍ څخه د قران پاڼې وموندل شوې چې وروسته هغه ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG