د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې لاره یو وارې بیا پرانېستل شوه


د لارې د بندېدو له وجې خللک له ستونزو سره مخامخ شوي ول: انځور پخوانی
د لارې د بندېدو له وجې خللک له ستونزو سره مخامخ شوي ول: انځور پخوانی

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې لاره چې له تېرو درو ورځو راهیسې بنده وه، خلاصه کړل شوې ده.

د مشال رېډيو خبريال وايي، افغانستان ته تللې دغه لاره پرون (د فبرورۍ پر ۱۰ مه) ناوخته خلاصه کړل شوه . دا له هغه وروسته ده چې د انګور اډې ځينو خلکو د فبرورۍ پر نهمه، مشال رېډيو ته وويل چې د لارې بندېدو له وجې ورته په تجارت او خپلوانو کره په تګ راتګ کې ډيرې ستونزې جوړې شوې دي.

يو ځايي استوګن شمس الرحمان مشال راډيو ته ويلي وو چې چارواکو ورته د انګور اډې لارې تړلو لامل نه دی ښوولی. هغه ادعا کړې وه چې په "زرګونو خلک" د لارې پرانیستو ته منتظر دي.

بل خوا د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر محمد ناصر خان د فبرورۍ پر نهمه مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د لارې له بندېدو بې خبري ښودلې وه خو ویلي یې وو چې په اړه به یې معلومات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG