په اورکزیو ضلع کې د سیمې کروندګرو د زراعتو د تحقیقاتي ادارې خلاف مظاهره کړې ده.
د ځايي ځوانان تنظیم په مشرۍ کروندګرو د فبرورۍ پر اتمه په ډبوري کې د مظاهرې پر وخت تور پورې کړ چې د الوګانو د کښت په پروژه کې ټولو ته یو شان موقع نه ورکول کېږي بلکې پکې د خوښې کسان شامل شوي دي.
د ځوانانو د تنظیم مشر عظیم اورکزي تر احتجاج وروسته مشال راډيو ته وویل د دوی په سیمه کې د زراعتو محکمې د الوګانو د کښت پروژه پیل کړې وه خو حقدار کسان ترې بې برخې دي. "د ادارې د کسانو خلاف دې ګامونه واخیستل شي چې اینده دوی دا کار و نه کړي چې یې کړی دی. په دې کې دې نور زمینداران واخیستل شي ځکه چې په ۱۴۰ کلیو کې دوی دوه کلي واخیستل او دا نور کلي یې پرېښوول."
احتجاجیانو له حکومته و غوښتل چې د محکمې د اوړنده چارواکو خلاف ګامونه پورته کړي.
بلخوا د کرنې ادارې یو چارواکي شاه خالد مشال راډيو ته وویل چې هغه پروژه په سیمه کې د څېړنې په خاطر پیل شوې وه چې لپاره یې کروندګرو ته ضروري مشینري ورکړل شوې وه او روان کال یې ۳۰ بزګر پکې شامل کړي دي.