د پاکستان هوايي ځواک وايي، یوې الوتکې یې د خیبر پښتونخوا د مردان په تخت بای سیمه کې د روزنیز پرواز پر مهال بیړنۍ ناسته کړې ده.
هوايي ځواک په یوه بیان کې ویلي دي چې پېښه د فبرورۍ پر اتمه شوې چې پکې دواړه پیلوټان ژوندي دي.
د پاکستان هوايي ځواک دا نه دي ویلي چې الوتکه ولې بیړنۍ ناستې ته اړ شوه خو په بیان کې راغلي دي چې الوتکې د تخت بای سیمې په یوه کلي کې په پټیو کې ناسته وکړه.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) هم په یوه بیان کې ویلي دي چې کارکوونکي یې سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او هلته یې پیلوټانو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړې.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم د روزنیزو الوتنو پر مهال ورته پېښې شوې دي. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د هوايي ځواک یوه الوتکه له اټک سره نېږدې پرېوتې وه چې پکې دواړه پیلوټان خوندي پاتې شوي ول.