د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبريالانو سازمان له طالبانو د خبریال بهبودي خوشې کولو غوښتنه وکړه


د بې پولې خبریالانو د راپور دوسیې - انځور له ارشیفه
د بې پولې خبریالانو د راپور دوسیې - انځور له ارشیفه

د بې پولې خبریالانو سازمان او د فرانسې ۱۴ رسنیو او تولیدي شرکتونو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي له بنده خوشې کړي.

د فرورۍ پر شپږمه د بې پولې خبریالانو سازمان په يوه خبرپاڼه کې وويل چې بهبودي نېږدې یوه میاشت مخکې په کابل کې نیول شوی او بندي شوی دی. د سازمان په وينا بهبودي دوه ورځې وروسته له هغه، چې د سفر په نیت افغانستان ته ولاړ، د جنورۍ پر اوومه طالبانو نيولی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یوشمېر خبریالان ونیول چې ځینې یې وروسته خوشې کړل. تر اوسه د طالبانو لخوا د نیول شویو خبریالانو کره شمېره نه ده معلومه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG