د اوکراین ولسمشر ويلي چې د هېواد په ختيځ سيمه دونيڅک او نورو برخو کې حالت ډېر خراب دی.
ولسمشر وولوديمير زېلېنکسي د فبرورۍ پر پینځمه ناوخته وویل چې دا په داسې حال کې ده چې د روسيې له خوا پر اوکراین د پراخو حملو نېږدې يوکال پر پوره کېدو دی او مسکو په جګړه کې لا شدت راوستی دی.
ولسمشر زیلېنسکي په خپله شپنۍ ويډيويي وينا کې وويل چې په دونيڅک سيمه کې وضعيت ډېر خراب دی او سخته جګړه روانه ده.
ده زیاته کړه چې مسکو د دې لپاره حملې زیاتې کړې دي چې د ده په وینا، د تېر کال ماته پټه کړي.
د فبرورۍ پر پینځمه په خارکييف ښار او خېرسون مهم بندر باندې د شديدو بمباريو رپورټونه هم ورکړل شوي دي.