امريکې، فرانسې، برتانيي او جرمني د فبرورۍ پر درېمه، په يوه ګډه اعلاميه کې پر ايران انتقاد کړی چې دخپل جوهري پروګرام په اړه يې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې (IAEA) راپور ته "ناکافي" ځواب ورکړی.
د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه تهران ته له هغې وروسته خبرداری ورکړ چې د فورډو د تیلو د غني کولو په فابریکه کې له مخکینۍ خبرتیا پرته په هغو تجهیزاتو کې بدلونونه شوي چې تر ۶۰ فيصده پورې یورانیم غني کولی شي.
ایران ادعا وکړه چې د IAEA يو څارونکی په ناڅاپي ډول دا بدلونونه اعلان کړل او دا مسله وروسته حل شوه.