د باجوړ په شلتالو تنګي کې نن (د فبرورۍ په څلورمه) په يوه په چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.
د باجوړ د ژغورني ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ وياند عبدالله نن مشال راډيو ته وويل چې د ژوبلو کسانو صحي وضع د ډاډ وړ ده.
د ريسکيو ۱۱۲۲ د وياند عبدالله په خبره په ژوبل شویو دوو کسانو کې یو یې د سيمي د يو مشر ملک مرسلين زوی دی. هغه وايي چې بارودي مواد د ملک مرسلين له کور سره نږدي ښخ کړل شوي وو. د باجوړ پوليس د پېښي ځای ته ورغلي خو مقدمه يې نه ده درج کړې.
د باجوړ قبايلي ضلعې شلتالو تنګی د سالارزو سيمه ده چی له مرکز خار څخه شمال اړخ ته ۵۰ کلوميټره کې موقعيت لري.
تېرکال په اګست مياشت کې په دغه سيمه کی د خار تحصيل د بلدياتي ناظم سيد بادشاه پر ګاډي چاودنه شوې وه چې نوموړی پکې ژوبل شوی وو. د هغې پېښي پرضد په باجوړ کی د جميعت علمای اسلام (ف) ډلې احتجاجي پرلت کړی وو چې پکې یې له حکومته د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې وه.