د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر اسراییلو پر پوځي کارخانې د ډرون برید تور پورې کړی دی


د جنورۍ پر ۲۹مه نیمه شپه تر برید وروسته د ایران په پوځي کارخانه کې اور لګېدلی دی.
د جنورۍ پر ۲۹مه نیمه شپه تر برید وروسته د ایران په پوځي کارخانه کې اور لګېدلی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس اېسنا ویلي دي چې د هغه هېواد چارواکو له مرکزي ښار اصفهان سره نېږدې پر پوځي کارخانې د بې پیلوټه الوتکې د حملې تور پر اسراییلو پورې کړی دی او د غچ اخیستو ژمنه یې کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید اېرواني د ملګرو ملتونو مشر ته په استولي لیک کې ویلي دي چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې اسراییل د جنورۍ پر ۲۹مه نیمه شپه د برید ذمه وار دی.

پر کارخانې برید پر داسې مهال شوی دی چې د ایران د اټومي فعالیتونو او روسیې ته د اوکراین جګړې لپاره د اوږد واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو په ګډون د وسلو د ورکړې پر سر د تهران او لویدیزو هېوادونو ترمینځ تعلقات ترینګلي دي.

ایران ویلي دي چې هغه بې پیلوټه الوتکې ځان پر هدف غورځوي او خپله هم تباه کېږي، یې د اوکراین تر جګړې مخکې په روسیې پلورلې وې.

اسراییلو د ایران د تور او په اصفهان کې د برید په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG