د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له نیو زيلينډ او جنوبي افریقا له انګلینډه د کرکټ سیالۍ وګټلې


د هند لوبډله له نیو زيلينډ تر سیاليو ګټلو وروسته - د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
د هند لوبډله له نیو زيلينډ تر سیاليو ګټلو وروسته - د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

هند له نیو زيلينډه د کرکټ د درو ۲۰ اووریزه سیالیو لړۍ ګټلې ده او جنوبي افریقا انګلينډ ته د ۵۰ اووریزه سیاليو په لړۍ کې ماتې ورکړې ده.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه کوربه هند د شوبمن ګېل د سلیزې پر مټ د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه، چې نیو زیلینډ یې په ځواب کې یوازې ۶۶ منډې وکړای شوې. د هند بیټسمین شوبمن ګېل په ۶۳ بالونو ۱۲۶ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

د هندۍ لوبډلې کپتان هردېک پانډیا په دې لوبه کې څلور، ارشدیپ سینګ، عمران ملک او شېوام ماوي دوه، دوه نیو زیلینډي لوبغاړي وسوځوم. د درو سیالیو له لړۍ څخه یې یوازې یوه نیو زیلینډ ګټلې وه.

داراز په يو بل میچ کې جنوبي افریقا په درېیمه لوبه کې له انګلينډ ماتې وخوړه خو د لوبو دا لړۍ یې وار له مخه ګټلې وه.

د درو سیالیو د لړۍ په اخرۍ لوبه کې انګلينډ د ۳۴۵ منډو هدف کښېښود او جنوبي افریقا د ۲۸۷ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

خو د هغو درو سياليو لومړۍ دوه هغه یې جنوبي افریقا ګټلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG