د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: واشنګټن اوکراین ته د ۲ اربه ډالرو پوځي مرستو ورکولو ته تیار دی


اوکرایني سرتېري په خارکیف کې د امریکايي توپ له لارې د روسیو ځواکونو مورچې ولي - پخوانی انځور.
اوکرایني سرتېري په خارکیف کې د امریکايي توپ له لارې د روسیو ځواکونو مورچې ولي - پخوانی انځور.

دوو امریکايي چارواکو ویلي دي چې واشنګټن اوکراین ته د دوو اربه امریکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستو ورکولو ته تیار دی.

تمه ده چې په مرستو کې به په لومړي ځل اوږد واټن ویشتونکي توغندي او نور مهمات او وسلې هم شاملې وي.

هغه چارواکي چې نومونه یې نه دي ښوول شوي د جنورۍ پر ۳۱مه یې رویټرز اژانس ته ویلي دي چې تمه ده دا مرستې روانه اوونۍ اعلان شي.

چارواکو زیاته کړې ده چې په مرستو کې ښايي د پیټریاټ په نوم د هوايي دفاعي نظامونو د ملاتړ الات، دقیق لارښود شوي مهمات او د ټانکونو ضد وسلې هم شاملې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.

امریکا او اروپايي هېوادونو د جګړې له پیل راهیسې له اوکراین سره د اربونو ډالرو پوځي او ملکي مرستې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG