د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مظاهره کوونکیو خلاف د ایراني پولیسو کارروايي


د ايران په خوی ښار کې راغلې زلزلې لږ تر لږه درې کسان وژلي او سلګونه ژوبل کړي ول.
د ايران په خوی ښار کې راغلې زلزلې لږ تر لږه درې کسان وژلي او سلګونه ژوبل کړي ول.

د ايران امنيتي ځواکونو د هغو مظاهره چيانو د مخنيوي لپاره کاروايي کړې چې د حکومت لخوا د زلزلې د تباه کارۍ پر وړاندې د ناسم انتظام خلاف مظاهرې کوي.

د ايران په خوی ښار کې د تېرې اونۍ په پای کې راغلې زورورې زلزلې لږ تر لږه درې کسان وژلي او سلګونه ژوبل کړي ول.

په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې په خوی ښار کې د سيمه ييزې انتظامي ودانۍ مخې ته د راغونډ شوو خلکو د منتشر کولو لپاره امنيتي ځواکونه د اوبو استعمال کوي.

د يادې زلزې شدت په رېکټر سکېل ۵.۹ رېکارډ کړل شوی وو. د زلزلې له کبله د ودانيو راپريوتو او ګاډو اوړېدو له کبله خلکو خپل کورونه پريښودي وو. په سلګونه کسان روسته له هغو په سخته يخنۍ کې د سرپنا ځايونو په لټه کې دي چې څه باندې ۲۰ پس ټاکنونو (افټر شاکس) دغه سيمه لړزولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG