د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د مسکو د سفر پر مهال د اوکراین د شخړې د خبرو اترو د لارې پر هوارولو ټینګار کړی دی.
بلاول بوټو زرداري د جنورۍ پر ۳۰مه په مسکو کې له خپل روسي سيال سرګی لاوروف سره تر ملاقات وروسته ګډې خبرې غونډې ته وویل چې اسلام اباد د اوکراین په ګډون د هرډول شخړې، د خبرو له لارې پر هواري، ټینګ باور لري.
نوموړي وویل چې د اوکراین شخړې د پاکستان په ګډون پر ټولو پرمختلونکو هېوادونو له معاشي پلوه منفي اثر کړی دی.
پر دې موقع سرګی لاوروف په پېښور کې په جومات کې د بريد غندنه وکړه او پر نړيوالو يې د ترهګرۍ له منځه وړلو غږ وکړ.
هغه زیاته کړه چې مسکو له اسلام اباد سره له شته پوځي همکاريو څخه مطمين دی او دواړه هېوادونه د ګډو پوځي تمرينونو او روزنې ترڅنګ پوځي رابطې لري.