د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ټانک چلوونکي د روزنې لپاره برتانیا ته تللي دي


د برتانیې دفاع وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه پر ټويټر ليکلي چې اوکراين ته به چيلنجر ۲ ټينکونه ورکړي.
د برتانیې دفاع وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه پر ټويټر ليکلي چې اوکراين ته به چيلنجر ۲ ټينکونه ورکړي.

د برتانیا دفاع وزارت وايي د روسیې پر وړاندې په روان جنګ کې د روزنې د پيلولو لپاره د اوکراين د ټانکونو عمله هلته ورغلې ده.

تر دې څو ورځې مخکې د ناټو غړيو هېوادونو ژمنه وکړه چې اوکراين ته ۱۳۰ ټانکونه ورکوي.

د برتانیې دفاع وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه پر ټويټر ليکلي چې اوکراين ته به چيلنجر ۲ ټينکونه ورکړي.

امريکا او جرمني تېره اونۍ سلا شول چې اوکراين ته په ترتيب سره ابرام او ليوپرډ ۲ ټانکونه وليږي.

پولېنډ ويلي چې اوکراين ته به ۶۰ ټينکونه ورکوي. دا پر هغو څوارلسو جرمني جوړو، ليوپرډ ۲ ټانکونو سربیره دي چې پولينډ یې مخکې د ورکولو ژمنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG