د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د ۱۹ کلنو نجونو نړيوال کرکټ کپ وګاټه


د هندۍ لوبډلې مشر، شفالي ورما - انځور له ارشيفه
د هندۍ لوبډلې مشر، شفالي ورما - انځور له ارشيفه

له ۱۹ کلونو څخه کم عمره نجونو نړيوال شل اووریز کرکټ جام، د هند ملي لوبډلې وګاټه.

د جنورۍ پر ۲۹مه، جنوبي افریقې په پوټشيفستروم کې شوې پايلوبه کې د هند د ۱۹ کلونو څخه کم عمره نجونو لوبډلې انګلينډ لوبډلې ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.

لومړی بېټينګ انګلينډ وکړ او په اتلسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۶۸ رنزونه جوړ کړل. د هند لخوا تيتاس سادو په ۴ اوورنو کې یوازې ۶ رنزونه ورکړل او د هند ۲ لوبغاړي‌یې اوټ کړل. هغه د سیالۍ غوره لوبغاړې ونومول شوه.

د هند لوبډلې د ۶۸ رنزونو هدف په ۱۴ اوورونو کې د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. د هندۍ لوبډلې روزونکې، نوشين قدير د جام تر ګټلو وروسته وويل: "موږ د دې شېبې لپاره ډير محنت او انتظار کړی دی. زموږ راتلونکې ډېر روښانه دی."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG