د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې په دونیڅک او لوهانسک کې عملیات تېز کړي


په لوهانسک سیمه کې یو اوکرایني ټانک لیدل کېږي چې د هغه هیواد سرتېري پکې سپاره دي: انځور له ارشیفه
په لوهانسک سیمه کې یو اوکرایني ټانک لیدل کېږي چې د هغه هیواد سرتېري پکې سپاره دي: انځور له ارشیفه

روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک کې خپل څو اړخیز عملیات زیات کړي دي.

په عین حال کې د کیېف غربي ایتلافي هیوادونو د اوکراین په ملاتړ کې خپل اتحاد ښودلو ته دوام ورکړی دی .

د اوکراین پوځ د جنورۍ پر ۲۷مه وویل چې د اوکراین په شمال، شمال ختیځ او مشرقي برخه کې درنه بمباري شویې او داسې اټکل کېږي چې روس په راتلونکو میاشتو کې د نوي برید لپاره چمتووالی نیسي.

په داسې حال کې د اوکراین غربي متحدین د کیېف د دفاع زیاتولو لپاره د پوځي سامان او مرستو ژمنو ته دوام ورکړی، د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسیې لخوا پر اوکراین د پیل شوي بلا اشتعال یرغل یو کال پوره کېدو ته نېږدې دی.

اروپايي اتحادیې د جنورۍ پر ۲۷مه پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله پر مسکو خپل اقتصادي بندیزونه د نورو شپږو میاشتو لپاره وغځول. په همدې حال کې د بېلجیم وزیراعظم الکساندر دي کروو ویلي، هېواد یې له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې ۹۰ میلیونه یورو ځانګړي کوي، چې تر اوسه له اوکراین سره تر ټولو زیاته مرسته ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG