د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړوي


د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دا غونډه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایرېږي. انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دا غونډه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایرېږي. انځور له ارشيفه

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (د جنورۍ پر ۲۷مه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

دا غونډه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایرېږي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي چې دا غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه جوړېږي او امنیه محمد به د خپل وروستي سفر په اړه شورا ته معلومات ورکړي.

امینې محمد د جنورۍ پر ۲۵مه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، له طالب چارواکو سره په کتنو کې یې هڅه وکړه چې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو غږونه هغوی ته ورسوي. د هغې په وینا، د طالبانو یوازینی ټینګار دا وو چې په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې استازی ولري.

طالبانو، چې په ۲۰۲۱ز کې له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو منع کړې وې، په وروستیو کې یې نجونې او ښځې له پوهنتونونو او په ناحکومتي موسسو کې له کار کولو هم منع کړې. د دوی دا ډول اقدامات په افغانستان او نړۍ کې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شول.

XS
SM
MD
LG