د پاکستان د سیند صوبې اعلا وزیر مراد علي شاه په یوه مرموزه ناروغۍ کې د لږ تر لږه ۱۸ کسانو تر مړینې وروسته له پولیسو او روغتيا څانګې څخه د راپور غوښتنه کړې ده.
د سیند صوبې د روغتیا څانګې د جنورۍ پر ۲۶مه خبر ورکړ چې د کراچۍ ښار د کيماړۍ په علي محمد ګوټ سیمه کې په څو ورځو کې دننه ۱۸ کسان مړه شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
د روغتيا څانګې د لومړنیو معلوماتو له مخې په یاده سیمه کې ځینې کسان د تبې، د سینې درد او د ساه بندۍ له وجې په څو ورځو کې دننه مړه شوي دي.
د روغتیا اداره وايي، په اغېزمنه سیمه کې د پلاسټیک او نورو کیمياوي موادو کارخانو چاپيريال ککړ کړی دی.
د روغتيا څانګه زياتوي چې د لومړنيو پلټنو له مخې د دغو مړينو لامل ځينې کيمياوي مواد دي چې د پښتورګو د ناروغيو لامل ګرځي.
پولیسو په علي محمد ګوټ کې د یوې کارخانې د مالک په ګډون څلور کسان ګرفتار کړي دي.