د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې او پاکستان له افغان طالبانو سره د "عملي ښکېلتيا" پر اړتيا بحث کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو رياستي وزيرې حنا رباني کر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو رياستي وزيرې حنا رباني کر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو رياستي وزيرې حنا رباني کر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره ملاقات کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې شوي دې ملاقات کې د افغانستان په ګډون د سیمې د سولې او ثبات په اړه خبرې شوې دي.

وزارت د مېرمن کر په حواله ویلي چې پاکستان ته یو باثباته افغانستان تل مهم دی. هغې زیاته کړې چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسيا تر مينځ د یوه اقتصادي پل حیثیت لري او پاکستان هڅه کوي چې د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا دغه هدف ته ورسېږي.

په ليدنه کې دواړو لوريو له افغان طالبانو سره د "عملي ښکېلتيا" پر اړتيا بحث وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG