د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې پر اوکراین د راکټي بريدونو نوې څپه پيل کړې


پر اوکراین د روسیې میزایلي برید، انځور له ارشیفه
پر اوکراین د روسیې میزایلي برید، انځور له ارشیفه

روسيې د جنورۍ پر ۲۶مه سهار مهال پر اوکراین د توغندیو تازه بریدونه پیل کړي دي چې پکې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

دا بریدونه تر هغه ډرون برید وروسته شوي چې د جنورۍ پر ۲۵مه شپې مهال وشو. په عین وخت کې د اوکراین په ختیځ کې سخته جګړه دوام لري چیرته چې روسیو ځواکونو د اوکراین پر پوځیانو فشار زیاتولو ته دوام ورکړی دی.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې پر دې ښار د توغندیو په برید کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې ده چې د بریدونو په ترڅ کې په کورونو کې دننه پاتې شي.

دا نوي راکټي بریدونه له هغه وروسته وشول، چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي تر هغې څو ساعته پس په ډېره زغرده د اوږد واټن توغنديو او جنګي الوتکو پر ورکړې ټینګار وکړ، چې کله امريکا او جرمني کييف ته د يوشمېر پرمختللو جنګي ټانکونو ورکولو ژمنه وکړه.

زېلېنسکي د جنورۍ پر ۲۵مه ماخستن په خپله ورځنۍ ويډيويي وينا کې وويل، اړينه ده چې اوس اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې دا ضروري شوې ده چې د دوی ترمینځ د دفاعي همکاريو په برخه کې باید په نورو اړخونو کې هم پرمختګ وشي.

زېلېنسکي د جنګي ټانکونو پر ورکولو امريکا او جرمني وستايل. مسکو ويلي چې د غرب له خوا د دوی د پخواني شوروي اتحاد ډېر "وړوکي دښمن" ته وسلې ورکول "خطرناکه پارونه" ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG