د طالبانو حکومت وایي، د سعودي په جدې ښار کې د دوی د جنرال کونسلګرۍ په هلو ځلو ۳۱۴ افغانان د هغه هېواد له بېلا بېلو زندانونو خوشې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د جنورۍ پر ۲۵مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې دغه افغانان د سعودي په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بنديان ول.
ضیا احمد زیاته کړې چې افغانستان ته يې د دغو خوشې کړل شويو افغانانو د بيا راتګ زمینه هم برابره کړې ده، خو دا جزیات یې نه دي ورکړي چې هغوی به څه وخت خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.
نوموړي دا نه دي ويلي چې دا افغانان په څه جرم بنديان شوي ول، خو تر دې وړاندې يوشمېر افغانان په سعودي او ځينو نورو هېوادونو کې د سفر د قانوني اسنادو نه درلودو له کبله بندیان شوي ول.