د اوکراین ولسمشر تر هغه څو ساعته وروسته په ډېره زغرده د اوږد واټن توغنديو او جنګي الوتکو پر ورکړې ټینګار وکړ چې کله امريکا او جرمني کييف ته د يوشمېر پرمختللو جنګي ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه.
وولوديمير زېلېنسکي د جنورۍ پر ۲۵مه ماخستن په خپله ورځنۍ ويډيويي وينا کې وويل، اړينه ده چې اوس اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې دا ضروري شوې ده چې د دوی ترمینځ د دفاعي همکاريو په برخه کې باید په نورو اړخونو کې هم پرمختګ وشي.
زېلېنسکي د جنګي ټانکونو پر ورکولو امريکا او جرمني وستايل. مسکو ويلي چې د غرب له خوا د دوی د پخواني شوروي اتحاد ډېر "وړوکي دښمن" ته وسلې ورکول "خطرناکه پارونه" ګڼي.