د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال راډیو د جنورۍ له ۲۷مې خپرونې زیاتوي او منځنۍ څپه فعالوي


د مشال راډیو لوګو - له ارشیفه.
د مشال راډیو لوګو - له ارشیفه.

مشال راډیو د اورېدونکو په بیا بیا غوښتنه د جنورۍ له ۲۷مې څخه خپرونې زیاتوي او منځنۍ څپه بیا فعالوي.

د جمعې له ورځې څخه به د مشال راډیو خپرونې څخه د پېښور پر وخت د ماښام له شپږو څخه تر اووه، د ماخوستن له نهو ۱۰، د شپې له ۱۱ څخه تر ۱۲ او د سهار له څلورو څخه تر شپږو بجو پورې پر منځنۍ څپه ۶۲۱ کېلوهرټڅ خپرېږي.

د مشال راډیو په لنډو څپو ۱۲۱۱۰، ۱۳۵۸۰، ۱۵۷۶۵ او ۱۷۸۸۰ کېلوهرټڅ کې بدلون نه دی راغلی.

اورېدونکي کولای شي چې د پېښور پر وخت د سهار له نهو څخه تر شپږو بجو پورې د مشال راډیو خپرونې پر لنډو څپو واوري.

له دې پرته خلک د مشال راډیو د ووبپاڼې او اپلیکېشن له لارې ټولو خپرونو، ویډیوګانو، لیکنو او د اوونۍ کارټون په ګډون نورو مطالبو ته لاسرسی لرلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG