د هند کرکټ ملي لوبډلې نيو زيلېنډ ته په ماتې ورکولو سره د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
د جنورۍ پر ۲۴مه کوربه هېواد هند له نیو زيلېنډ سره د درو يو ورځنيو لوبو وروستۍ سیالي هم وګټله او دا ډول لوبلړۍ د صفر په مقابل کې په درو سیالیو د هند په بري پای ته ورسېده.
په وروستۍ لوبه کې هند د ۳۸۶ منډو هدف ټاکلی وو خو نیو زیلېنډ ۲۹۵ منډې وکړې.
تر دې وروسته به د جنورۍ له ۲۷مې د دواړو هېوادونو ترمينځ د درو ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ پیل شي.