د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي له طالبانو سره د چلند په اړه له خپلو اتحادیانو سره مشورې کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۲۳مه رسنیو ته وویل چې له افغانانو سره مرستې د طالبانو د ملاتړ په معنا نه‌ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۲۳مه رسنیو ته وویل چې له افغانانو سره مرستې د طالبانو د ملاتړ په معنا نه‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره په تعامل کې د بدلون په اړه له خپلو متحدانو سره د مشورې په حال کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند بې ځوابه نه پاتې کېږي او دوی به له ټولو هغو وسیلو کار واخلي چې د طالبانو له‌ خوا د بشري حقونو د زیامنېدو مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۲۳مه رسنیو ته وویل چې له افغانانو سره مرستې د طالبانو د ملاتړ په معنا نه‌ دي.

امریکا واک پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهسې له دې هیواد سره د یو اعشاریه یو ارب ډالرو مرسته کړې ده.د نېډپرایس په خبره، دا پیسې د نادولتي موسسو له‌خوا یوازې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې لګول شوې دي.

پرایس وویل، "برعکس موږ له طالبانو سره د بشري حقونو په برخه کې د دوی د ډېرو سرغړونو، سخت دریځو فرمانونو او کړغېړنو کړنو په برخه کې له دوی سره د خپل چلند او ښکېلتیا ته بیا کتنه کوو."

نوموړي زیاته کړه چې دی په دې اړه نور معلومات نشي ورکولای چې دا بهیر اوس تر کومه ځایه رسېدلی دی خو د ده په وینا، دومره ویلای شي چې په فعاله توګه له خپلو متحدانو او شریکانو سره د مناسب راتلونکې لپاره د ګامونو پورته کولو ارزونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه اوونۍ وړاندې هم ویلي وو چې یوه ډله یې ګمارلې چې له افغانانو سره د طالبانو چلند و ارزوي چې پر اساس یې امریکا بیا له طالبانو سره خپله د تعامل کړنلاره روښانه کړي.

طالب وياندويان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه ځواب نه وايي، خو وړاندې یې ویلي وو چې د افغانانو بشري حقونه او د افغان نجونو او ښځو په اړه د بندیزونو موضوع د افغانستان کورنۍ چارې دي.

د طالبانو پر حکومت د امریکا، ملګرو ملتونو او یو شمېر هیوادونو له خوا نیوکې له هغه وروسته لا زیاتې شوې چې دوی په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم تر بندیز وروسته په کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار هم پابندي ولګوله.

د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز پر سر د طالبانو د حکومت خلاف احتجاجونه هم شوي دي
د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز پر سر د طالبانو د حکومت خلاف احتجاجونه هم شوي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جنورۍ پر ۲۳مه دا هم ویلي چې د طالبانو د دې پرېکړې له امله ۸۳ فیصده هغو موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي چې افغانانو ته یې به بېلا بېلو برخو کې مرستې رسولې.

خو د ده په وینا، دا بندیزونه د دوی لپاره د منلو نه‌ دي او امریکا به پر طالبانو د فشار په راوستو سره هڅه وکړي چې دا پرېکړه لغوه شي.

نیډ پرایس زیاته کړې: " همدا اوس ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او په ځانګړي ډول هغه ښځې او ماشومان چې د خطر له لوړې کچې سره مخ دي."

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهسې یې د نړۍ هیڅ هیواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

رپورټ: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG