د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د روسیې پوځیان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اوکراین پر مورچو شپه او ورځ بمباري او بریدونه کوي.
ولسمشر زېلېنسکي د جنورۍ پر ۲۳مه په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي چې "د دښمن لخوا بمباري او بریدونه په مسلسله توګه روان دي."
خو نوموړي زیاته کړې چې د دونباس او د جنوبي سیمو لپاره جګړه روانه ده.
ولسمشر زېلېنسکي ویلي: "موږ ګورو چې روسیه څنګه خپل پوځیان راټولوي او راته معلومه ده چې څنګه به ورته غبرګون ښايو."
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېدونکی دی. روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی وو.