د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمباپې د فټبال په یوه لوبه کې پنځه ګولونه کړي


د فرانسې ایمباپې د ۲۰۲۲م په نړیوال کپ کې د سرو زرو بوټ هم ګټلی وو.
د فرانسې ایمباپې د ۲۰۲۲م په نړیوال کپ کې د سرو زرو بوټ هم ګټلی وو.

د فرانسې د فټبال ځوان لوبغاړي ګیلیان ایمباپې د پېز ډي کاسل لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبه کې پینځه ګولونه کړي دي.

ایمباپې چې د یاد هېواد په مخکښ کلب پارېس سنټ جرمن (پي ایس جي) کې لوبیږي، د جنورۍ ۲۳مې په شپه یې د ګولونو هېټریک وکړ.

دا لوبه چې د فرانسې فوټبال لیګ اړوند وه، د پي ایس جي لوبډلې اووه د صفر پر وړاندې ډي کاسل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې بل مخکښ فوټبال لوبغاړي نیمار هم یو ګول وکړ. د پي ایس جي په لوبډله کې لېونل میسي هم لوبیږي.

د یادونې وړ ده چې یاد کلب د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په سعودي عربستان کې د رونالډو په ګډون د ریاض ایلیون لوبډلې ته هم ۵-۴ ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG