د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی پوځ وايي روسيو ځواکونو له ۳ خواوو پرمختګ ته دوام ورکړی دی


اوکرایني ځواکونه په بخموت کې د برید ښکار ودانۍ سره ولاړ دي - د جنورۍ ۲۲مې انځور.
اوکرایني ځواکونه په بخموت کې د برید ښکار ودانۍ سره ولاړ دي - د جنورۍ ۲۲مې انځور.

د اوکراین پوځ وايي، روسیو ځواکونو له دریوو اړخونو څخه پرمختګ ته دوام ورکړی دی خو زیاته توجه د هېواد په ختیځ کې بخموت ته ورکوي.

د اوکرایني پوځ مشر د جنورۍ پر ۲۲مه په یو رپورټ کې ویلي دي چې په زپورېژیا، افدیېفکا او لایمن سیمو کې "ناکامه عملیات" شوي دي خو په وینا یې چې اوکراینیو ځواکونو په کوپیانسک، نوفوپاولوفسک او خېرسون کې یې د ځان دفاع ته دوام ورکړی دی.

پوځ ویلي دي چې روسیو ځواکونو د اوکراین په ختیزه سیمه دونباس کې د بخموت ستراتیژیک ښار پر لوري پرمختګ په مهال هوايي بریدونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG