د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن پیل شوی دی


په کابل کې روغتیايي کارکوونکې ماشومانو ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په کابل کې روغتیايي کارکوونکې ماشومانو ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د افغانستان په یوشمېر هغو ولایتونو کې د ګوزڼ څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی چې د وایرس له لوړ خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې یونېسېف ویلي دي چې د کابل، هرات، کندهار، هېلمند او ننګرهار په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي پینځه نیم مېلیونه ماشومان واکسینېږي.

یونېسېف وايي، دا د ۲۰۲۳ز کال لومړنی کیمپېن دی چې پکې روغتیايي ډلې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوي.

هغې ادارې هیله ښوولې ده چې سږ کال به د کیمپېنونو له لارې وکولای شي چې افغانستان له ګوزڼه پاک کړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG