تهران خبرداری ورکړی دی چې د اروپايي ټولنې له خوا د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) ترهګر ګرځولو د اقدام پرضد غبرګون ښيي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جنورۍ پر ۲۲مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې پارلېمان یې پر دې کار کوي چې د اروپايي هېوادونو د پوځونو ځینې کړۍ د ترهګرو په لېسټ کې واچوي.
دا تر هغې وروسته ده چې د اروپايي ټولنې د پارلېمان غړو د جنورۍ پر ۱۸مه د ترهګرو په نوملړ کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک اچولو په اړه رایې وکارولې.
اروپايي پارلېمان ویلي ول چې دا ګام یې د هغه ځواک د ترهګرو کړنو، د مظاهرچیانو ځپلو او روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو ورکولو په غبرګون کې اخیستی دی.
تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له استازي جوزف بورېل سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال ویلي ول چې سپاه پاسداران "یو رسمي او خپلواک سازمان دی" چې د ایران د امنیت په تضمین کې مرسته کوي.