د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران اروپايي ټولنې ته پر سپاه پاسداران ځواک د بندیزونو په اړه خبرداری ورکړی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي چې سپاه پاسداران "یو رسمي او خپلواک سازمان دی - پخوانی انځور.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي چې سپاه پاسداران "یو رسمي او خپلواک سازمان دی - پخوانی انځور.

ایران خبرداری ورکړی چې که اروپايي ټولنه اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران) د ترهګرې ډلې په توګه ونوموي، نو "خپله پښه به خپله په تبر ووهي."

ایران دا بیان د جنورۍ پر ۱۹مه تر هغه يوه ورځ وروسته ورکړی دی چې د اروپايي ټولنې پارلېمان له ټولنې او غړو هېوادونو وغوښتل چې د هغه هېواد انقلاب ساتونکی ځواک د ترهګرې ډلې په توګه ونوموي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له استازي جوزف بورېل سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال وویل چې سپاه پاسداران "یو رسمي او خپلواک سازمان دی" چې د ایران د امنیت په تضمین کې مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې پارلېمان سپاه پاسدران په ايران کې د کورنیو مظاهرچیانو د ځپلو او د روسیې پوځ ته په اوکراين کې د کارولو لپاره د بې پيلوټه الوتکو د رسولو لپاره تورنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG