د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د ۱،۰۰۰ ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه یې نیولې


په بغلان کې کارکوونکي د سرو زرو کان کیندلو پر مهال - پخوانی انځور.
په بغلان کې کارکوونکي د سرو زرو کان کیندلو پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هېواد په ختیځ کې یې ۱،۰۰۰ ټنه داسې قیمتي ډبرې نیولې دي چې په ناقانونه توګه له هېواده بهر وړل کېدې.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست یو چارواکي ډاکتر بشیر د جنورۍ پر ۲۱مه په ننګرهار کې خبري غونډې ته وویل چې د هغو قیمتي ډبرو ۲۵۰ ټنه په ننګرهار او نور په کونړ کې نیول شوې دي.

ده زیاته کړه چې په دې تړاو یې پینځه تنه نیولي دي چې دوه چینایان او درې افغانان دي.

په کابل کې د چین سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب چارواکی زیاتوي چې په دې ډبرو کې ۳۰ فیصده لېتییم دي چې د کمپیوټرو او موبایلونو په بیټریو کې استعمالېدونکی ګران بیه عنصر دی.

افغانستان د لېتییم، مسو، نېکل، کوبالټ، سرو زرو او شوکاڼي په ګډون د ارایشي قیمتي ډبرو لویې زېرمې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG