د هند د کرکټ لوبډلې له نیو زيلينډه د درو ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ ګټلې ده.
د جنورۍ پر ۲۱مه هند د هغې لړۍ په دویمه سیالۍ کې نیو زيلينډ ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
په رايپور کې په لوبه کې لومړی بیټېنګ نیو زیلینډ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۸ منډې جوړې کړې. محمد شامي د نيو زيلينډ درې لوبغاړي وسوځول.
هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۱م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
تر دې مخکې د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ هغه هم هندۍ لوبډلې ګټلې وه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د جنورۍ پر ۲۴مه وشي.