د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: د پاکستان سپر ليګ اتم پړاو اتلولي د فبرورۍ له ۱۳مې پيلېږي


د کرکټ مینه وال د پاکستان سوپرلیګ لوبې په شوق ګوري: انځور له ارشیفه
د کرکټ مینه وال د پاکستان سوپرلیګ لوبې په شوق ګوري: انځور له ارشیفه

د پاکستان کرکټ بورډ پرون، د جنورۍ پر ۲۰مه، د پي اېس اېل اتمې اتلولۍ مهالوېش جاري کړ. د پي اېس اېل ۲۰ اوريزه سيالو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټول ۳۴ ميچونه به کېږي.

په لوبډلو کې پېښور زلمي، کویټه ګلېډیېټرز، اسلام اباد یونایټیډ، کراچي کينګز، لاهور قلندرز او ملتان سلطانز شامل دي. په دې شل اوریزو لوبو کې د پاکستان ترڅنګ د یو شمېر نورو هیوادونو نومیالي لوبغاړي هم برخه اخلي.

د پي اېس اېل ټولې لوبې به په څلورو ښارونو کراچۍ، لاهور، راولپېنډۍ او ملتان کې کېږي. د سيالۍ لومړۍ لوبه د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمينځ د فبرورۍ پر ۱۳مه په ملتان کې کېږي. د پي اېس اېل اوومه اتلولي لاهور قلندرز ګټلې وه.

ټاکل شوې چې د پي اېس اېل پايلوبه د مارچ پر ۱۹مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG